یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په خپله ګټه د يوه هېواد اساسي قانون تغيرول د ظالمو چارواکو عادت دی
بسم الله الرحمن الرحيم
په خپله ګټه د يوه هېواد اساسي قانون تغيرول د ظالمو چارواکو عادت دی

 

خبر:

د قزاقستان ولسمشر «کې ټوکاوي» د مې میاشتې په پنځمه د خپلې ولسمشرۍ وېبپاڼې څخه اعلان وکړ، چې د جمهوریت غوښتونکي دولت لپاره به ټولپوښتنه د ۲۰۲۲م، د جون په پنځمه، ترسره شي. په دې بیان کې راغلي چې د جمهوریت د اساسي قانون د يونويمې مادې د لومړي فصل له تشریح سره سم به د قزاقستان او د قزاقستان د جمهوري دولت د اساسي قانون اتلسمې مادې پر اساس زه د جمهوري دولت د ټولپوښتنې په اړه پریکړه کوم. دغه ټولپوښتنه به د ۲۰۲۲م، د جون په پنځمه نېټه د جمهوري غوښتونکي دولت په اړه وشي.

تبصره:

کله چي زموږ په هېوادونو په ځانګړي ډول د منځنۍ آسيا په جمهوري دولتونو کې، د دولت مشران بدلېږي، نو هر یو يې کوښښ کوي چې په بېړه سره د ځان لپاره قوانین بدل کړي. دوی پوهېږي چې جرمونه کوي، نو کله چې په راتلونکي کې دولتي موقفونه  له لاسه ورکړي، نو په دې سره هڅه کوي چي خپل ځانونه له جینايي څار او تعقيب څخه خلاص کړي. د قزاقستان لومړي ولسمشر نظر بایف هم همداسې وکړل، هغه هم خپل ځان ته د ملت مشر لقب ورکړی و. د ځان د خوندیتوب او له جزایي مسوولیت څخه پرته یې قوانین تصویب او ترتیب کړل.

نن ورځ د نړۍ د ټولو دولتونو مشران په هغو قوانینو او لارښونو عمل کوي، چې د محدود بشري عقل پر بنسټ تصويب شوي دي. د دغو قوانینو پلي کول هغو خلکو ته ستونزې جوړوي، چې له دغو قوانینو لاندې ژوند کوي. په واک کې کسان د دې وړتیا لري، چې نه یوازې جزوي قوانین، بلکې د هېواد اساسي قانون هم د ځانونو لپاره بدل کړي. او د غه ظالم واکمنان پرته له دې چې مجازات شي د خلکو شتمنۍ غلا کوي، د استعمارګرو دلچسپي او ګټې په نظر کې نیسي او پخپلو خلکو باندې ظلمونه او تیري کوي. دا چارواکي پخپله قانون جوړونه کوي، نو تاسو اوس هم د دې چارواکو بطلان نه منئ؟ او د ننګولو لپاره یې نه لاس په کار کيږئ؟ د اوسنيو چارواکو خيانتونه او مکارۍ موږ له نږدې څخه وينو، له ولسمشر څخه نېولې د نظام تر کشر پورې ټول يې له قانون څخه سرغړونه کوي، عام ولس ته خنډونه جوړوي او د خپلو بادارانو د راضي کولو لپاره له هېڅ بې شرمۍ څخه لاس نه اخلي. موږ ځکه ذليله يو او د هر شرير انسان تر رهبرۍ لاندې بې کسي زغمو چې الهي شریعت مو شاته اچولی، هغه شريعت چې نه بدلېدونکی دی، هغه شريعت چې صحابه کرامو او پخوانيو مسلمانانو ته يې عزت ورکړی وو، هغه شريعت چې په قوانينو کې يې هېڅکله تغيير او تبديل نه راځي. قال الله سبحانه وتعالي فرمایي:

 ۚإِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۚ

له الله پرته هېڅوک د فرمانروايۍ او قدرت حق نه لري.

دا نوې خبره نه ده، بلکې په مدينه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د صحابه کرامو پر مټ د اسلامي حاکميت له پيله بيا د عثماني خلافت تر وروستيو وختونو پورې، چې تقريبا ديارلس سوه کاله کيږي چې مسلمانانو د الهي حاکميت او شريعت سره سم ژوند کاوه؛ د شريعت حاکميت او د خلکو سلطه او واک اسلامي وجيبه ده.

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سیرت په مطالعې سره کولی شو، چې د حکومتوالۍ ځلانده مثالونه پیدا کړو، لکه څرنګه چې هغه صلی الله علیه وسلم اسلام پر مالدارو او غریبو خلکو یو شان پلي کړل، ځکه شريعت ټولو ته يو ډول دی. د بیلګې په توګه له عایشې صديقې رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې کله د مخزوم قبیلې یوې بانفوذې ښځې غلا وکړه، نو ځینو مسلمانانو د رسول الله صلی علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه، چې هغې ښځې ته د لوړ مقام لرلو له امله سزا ورنکړي، نو رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل:

«إِنَّمَا أَهْلَكَ الَّذِينَ قَبْلَكُمْ أَنَّهُمْ كَانُوا إِذَا سَرَقَ فِيهِمْ الشَّرِيفُ تَرَكُوهُ وَإِذَا سَرَقَ فِيهِمْ الضَّعِيفُ أَقَامُوا عَلَيْهِ الْحَدَّ وَايْمُ اللَّهِ لَوْ أَنَّ فَاطِمَةَ بِنْتَ مُحَمَّدٍ سَرَقَتْ لَقَطَعْتُ يَدَهَا» (رواح: بخاري او مسلم)

ژباړه: له تاسو څخه پخواني خلک ځکه هلاک شول چې غریبانو ته به یې قانوني سزا ورکوله او شتمنو ته به یې بخښنه کوله. قسم په هغه ذات چې زما روح یې په لاس کې دی! که د رسول الله صلی علیه وسلم لور فاطمې هم دا کار (غلا) کړې وای، نو ما به د هغې لاس هم پرې کړی و.

یا د ابوبکر صدیق رضی الله عنه هغه وینا چې د خلیفه له ټاکل کېدو څخه وروسته یې خلکو ته وکړه او په ځانګړي ډول ویې ویل: ستاسو کمزوری راته پياوړی او پیاوړی مو راته کمزوری دی؛ ځکه چې کمزوري ته حق واخلم او پياوړی حق نه خوړلو ته مجبور کړم.

اې مسلمانانو! ترڅو پورې چې دغه جابر چارواکي واکمني کوي او د خپلو ځانونو په ګټه قوانین تغیروي، لکه څنګه چې د پخوانيو جابرو چارواکو له جابرو قوانينو کړيږو؛ که الهي شريعت او د نبوت په تګلاره بيا ځلې راشد خلافت تأسيس نه کړو، الهي نصرت نه راځي او له شته خراب حالت څخه خلاصون نه شو موندلی!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکنه: يلدر خمزين

ژباړه: حمزه "صديقي"

Last modified onپنج شنبه, 09 جون 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې